مالومات سوالونه / او ځوابونه اغېزې ملاتړ غونډې او ګډون پېژندنه کورپاڼه
د پښتو ورځې په هکله سوالونه او ځوابونه
پښتو ورځ د ٩ د غبرګولى ١٣٩١  چې ٢٩ د مۍ ٢٠١٢ سره سمون خوري

پښتو ورځ  او که پښتو نړيواله ورځ؟
ډېر ښاغلى چې کله د پښتو ورځ يادوي نو د بيشانه مينې له کبله يې د  پښتو نړيواله ورځ يادوي، د پښتو ورځې نړيوال کېده که څه هم ډېر اسان کار دي، خو د ډېرو په اند، دا ډېره منطقي خبره ده، چې لومړى  دا د  پښتو ورځې څخه پيل شي.

د اداري تشکلاتو له مخې په نړۍ کې يو جوړښت، که په يوه هېواد کې وي، هغه ته په ملى يا نشنل، او که په څو هېواد کې په يو وخت وي ګڼمليتيز يا ملټينشنل، او کله چې د نړۍ په ټولو هېواد کې وجود ولري هغه ته نړيوال يا انټرنشنل ويل کېداى شي. خداې د هغه ورځ راولي چې پښتو ورځ  په ټوله نړۍ کې وياده شي. بيا دې ته هرڅوک پښتو نړيواله ورځ ويلاى شي.
ولي ٩ د غبرګولي ؟
د پښتو ورځې د نېټې ټاکنې له ډېرو ښاغليو او اغليو سره د مشورو وروسته لپاره لاندې ټکي د پام وړ وبلل شول:
دپښتوورځ  بايد رسمي ورځ وي.
د کومې ديني ورځې سره برابره نشي  :
د پښتنو په تاريخ کې د کومې بلې ورځې سره برابره نشي.
د ډېرو په اند د غويي په  مياشت کې ډېر بدلونونه راغلي، که دغه ورځ  د غويي مياشت کې نه وي نو ښه به وي.
د کومې نړيوالې ورځې سره برابره نشي، http://www.altiusdirectory.com/Society/world-days-list.php

 

لسټ وګورئ تر ٧ د مۍ ٢٠١٢ ، ٢٩ د مۍ کومه نړيواله ورځ نه ده
د پښتنو د سيمو د موسمي حالاتو تر اغيز لاندې رانشي، مانا دا چې دېر ساړه او ډېر تاوده موسم او، تر ډېره هڅه وشي چې بزګران چې زموږ د خلکو دا وخت ٨٠ په سلو کې جوړوي ددوى کار تر اغيز لاندې رانولي.
پورتنيو ځانکړتياو ته په پام په  ١٨ غويي چې ٧ مى سره سمون خوري ٤ غونډې ته لاندې وړانديز وشه:
 غبرګولي ٩  چې د  ٢٩ مۍ  سره سمون لري ، د غونډې برخوال يې ځکه وړانديز کوي چې:
١ – پر دغه ورځ تر اوسه هېڅ  نړيواله ورځ نه ده ثبت شوې.
٢- د هېڅ کومې  ځانګړې اسلامي ورځې سره برابره نه ده. 
٣- له کومې پښتنې او ملي ورځې سره  برابره  نه ده.
٤- د شمېرپوهنې يا رمل علم   له مخې ٩ د غبرګولي  او ٢٩ د مى ده چې ٩ طاق  او ٩+٢=١١ کېږي هم طاق او درېنۍ يا سه شنبه هم طاق شمېره ده چې د شمېرپوهنې له مخې طاق شمېرې غوره شمېرې دي .
٥- د درينۍ ورځې ته په پښتونخوا کې شروع  وايي چې د پيل مانا لري.
٦ – د نجوم د علم له مخې ددې   ورځې او مياشتې د ځانګړتياوو لپاره له  نجومي سره مشوره هم ښه ګڼل شوې، هڅه وشوه چې عبدالله کندهارى سره مشوره وشوي، خو بريالي نه شو.
٧- تر ټولو غوره دا چې دا په ټوله نړۍ کې رسمي د کار ورځ ده.

په همدې کال کې يو شمېر رسنيو او غونډو دا ومنله چې ددوى غونډې له دغه ورځې سره سمون خوري، دد لپاره چې په پيل کې  دغې ورځې ته غوره خبرتيا وشي. دا ورځ غوره شوه.
د پښتو ورځ څه ګټې لري؟
تر ټولو ډېره د پښتو ورځ هغه خورو ورو پښتنو ته ګټه رسوي چې دوى اوس د نړۍ په ډېرو لېرې پرتو سيمو کې ژوند کوي او هلته کور پسې د خپه کېدو له کبله په ناروغۍ اخته کېږي، دغه ناروغي چې ورته "هومسيکنس" هم وايي، ډېر  هغه کډوال ورباندې اخته وي چې له خپل ځاى څخه لرې وي. دغه ناروغي د ډېرو روحي ناروغيو لامل، د بېخونده ژوند او په پاى کې د بې وخته مړينې سبب کېږي. بله دا چې د پښتانه د ژوند په ډېرو برخو کې ورڅخه ګټه اخيستلاى شي، لکه مړى ژوندى، يو بل سره مرسته کول او داسې نور.
ولې د پښتو ورځ؟
دا چې يو څوک  پښتو وايي او پښتو کوي همدا اوس هغوى له ډېرو ستونزو سره هره ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې او تر دې چې په خپلو کورونو او سيمو کې مخامخ دي، دغه ناخوالې د نورو يا خپله د پښتنو د ناخبرتيا او ناپوهۍ  له مخې منځ ته راځي، د پښتو ورځ  ټولو ته دا لاره هواروي، ترڅو خپلې کړمې د نورو سره شريکې کړي او د هواري لپاره يې په ګډه لارې چارې  ولټوي.
زه څنګه ګډون کولاى شم؟
تاسې کولاى شي چې د  غونډې او ګډون پاڼه وګوري او هلته ليست شويو  د غونډو اړوند کس يا کسانو  سره اړيکه ونيسي، که کومه غونډه تاسې ګډون نه منني، خپه کېږي مه، تاسې هم کولاى شي چې  بله او خپله غونډه، د خپلې خوښې سره سمه، جوړه او ليسټ کړي، او د خپلې خوښې ملګري او خپلوان ورته راوبولي.
ايا زه د پښتو ورځ يادغونډه جوړولاى شم؟
هو! هر ځوک هرځاى  کې چې وغواړې د پشتو ورځ ياد غونډه، د خپل مسلک او يا  بل هرې غوښتنې يا کړووړو سره   جوړولاى او ترسره کولاى شي، او د خپلې خوښې بلنې ورکولاى شي. خو اړينه ده چې لومړى دغه کړهوړه تاسې د پښتو ورځې په وياړ او  په  ٩ د غبرګولى   چې ٢٩ د مۍ  سره سمون خوري په دغو ٢٤ ساعتو کې ترسره شي.
د پښتو ورځ کومه موسيسه يا انجي او نه ده؟
د پښتو ورځ هېڅوک، په هېڅ ډول د موسيسې او انجوګانو په ډول نه شي کارولي او هېڅ داسې پروژه نه شي ترلاسه کولاى چې د هغې موده له يوې ورځې څخه ډېره وي، خو هرڅوک په هرځاى کې کولاى شي چې د پښتو ورځې لپاره چنده يا مرستې راغونډې کړي، او بيا په خپله خوښه د پښتو ورځې په وياړ دغه مرستې يا خو په کومه غونډه، په ميلمستيا او يا کومې بلې موسسيې ته ورکړي.
د پښتو ورځ مالى لګښت له کومه کړو؟
هر څوک چې د پښتو ورځ په هر ډول يادوې، لګښت يې په خپله غاړه دي، هر څوک چې په هرډول، د هرځاى څخه ددغې ورځې د يادولو لپاره، هر ډول مالى مرسته ترلاسه کولاى شي، د ترلاسه کوونکى خپله خوښه ده چې څنګه او چېرته او چاسره يې لږوي.  
د پښتو ورځې کوم ادارى جوړښت شته او که نه؟
پښتو ورځ  هېڅ اداري جوړښت، مشرتابه، استازي يا د ځارنې کوم پلاوى يا ډله نه لري، ټول مينهوال ددې  ورځې وارثين دي، او په هرډول او هره موضوع راټول شوي کسان که غواړي، د غونډې د مشرتابه وياړ چاته وبښلى شي.

.