https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
Description not saved, continue without saving?
Home > ملاتړ
ملاتړ
Copy link Copied
ډيناميک وېبپاڼه جوړونکى هر څوک چې په ډيناميک ويبپاڼو جوړولو کې وړتيا ولري او غواړي د پښتو ورځې وېبپاڼې جوړولو کې ونډه واخلي، کولاى شي وليکي. malomat@pashtotv.tv پښتو ورځ نښه يا لوګو پښتنو انځورګرانو، نقاشانو او د نښو يا لوګو جوړونکو څخه غوښتنه ده چې د پښتو ورځې لپاره يوه غوره نښه جوړه کړي د خپل نوم او پتې سره يې malomat@pashtotv.tv ته ولېږي، چې لاندې به لست کېږي، د پوره غور او فکر لپاره پښتو نښه به په دويم کال کې ټاکل کېږي، نو له اوس څخه يو کال وخت لرو چې دغه نښه د ټولو په مشوره غوره کړو. د هرچا نښه چې غوره شوه، د پښتو ورځې څخه بايد غوره مالى لاسته راوړنې ولري. نښه يا لوګو جوړونکى ووټونه د پښتو ورځ نښې ملتيا( دغه ملتيا څخه ټوله راتلونکې ګټه به هغه ګټونکي ته ورکول کېږي چې نښه يې ګټونکې شي) ١- زرينه ملتيا يا ګولډن سپانسر (سل زره افغانۍ) ٢-سپينه ملتيا يا سيلور سپانسر (پنځوس زره افغانۍ) ٣- ملتيا يا سپانسر (پنځيويشت زره افغانۍ) د ملتيا کوونکو نوم به د پښتو ورځې په تاريخپاڼه کې ليکل کېږي.
د پښتو ورځ وېبپاڼه جوړونه، لېوال پانګې بسپنه ده
- powered by - Liwal Mahasib