https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
Description not saved, continue without saving?
Home > پېژندنه
پېژندنه
Copy link Copied
پښتو ورځ به پښتو ته د خلکو پام را واړوي. پښتو ورځ د پښتو پرمختګ ګړندى کوي، پښتو ورځ د يو بل تر منځ د لا پېژند ګلوۍ، مينې او محبت لامل ګرځي. پښتو ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه سره نږدې کوي، د پښتو ورځ غونډ ې د اروايي تسکين لامل ګرځي او د "هومسيکنس" په ډول ناارامي له منځه وړي. پښتو ورځ له پښتو څخه د ناخبرو ذهنونه روښانه کوي او ترمنځ يې همغږۍ او ملتيا ته لاره هوار وي. پښتانه د پښتو پر ورځ خپلې ستونزې، اسانتياوې او لاسته راوړنې سره شريکوي. پښتانه دې هڅه وکړي چې خپل نوى ژوند، نوى کاروبار، نوې دندې او...، د پښتو په ورځ پيل کړي. پښتانه ځوانان او پېغلې دې هڅه وکړي چې د پښتوپه ورځ، د نوي ژوند بنسټ کېږدي. ښاغلي شتمن پښتانه دې د پښتو په ورځ بې وزله پښتنوته ټوليز ودونه وکړي. د پښتو په ورځ دې اول نومره زده کوونکي، محصلين او په بېلابېلو ډګرونو کې وتلي کسان ونازول شي. دا چې ښځې د ټولنې سمه نيمه برخه ده که د بښتو ورځې په ياد غونډه کې ښځو ته د دواړو لوريو( ښځينه او نارينه وو)د هيلو، خوښې او سليقي سره سمه ونډه ورنکړل شوه نويادغونډه بيخي نيمګړې ده د پښتو په ورځ دې پښتانه د نورو ژبو له ويونکيو سره غوره چلند وکړي، هڅه دې وشي چې د پښتو په ورځ هر پښتون د نورو ژبو ويونکي په خوږو پښتو خبرو او تر خپله وسه په ډاليو ونازوي.
پښتو ورځ دټولو ده ، په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول يادول غواړي، د دوى خپله خوښه ده، هېڅوک يې د هېڅ ډول انحصار واک نلري، دا په رسمي او غيررسمي، ځانګړې او ټوليزه توګه يادېدلاى شي. خو غوره او اړينه ده چې دغه ورځ له نورو سره يوځاى ياده کړي .

  • .غوره به دا وي چې پر دغه ورځ تاسې نورد پښتو له ورځې خبرکړئ
  • تاسې د خپلې کورنۍ سره راټولېږئ او د پښتو د ورځې يادونه د سباناري، غرمې ډوډۍ، ماښام ډوډۍ يا څه خاص پخلي په بڼه کوئ، او په دغه .ناسته کې د پښتو او پښتنو په هکله خبراترې کوئ
  • په خپل کور کې ميلمستيا جوړوئ او خپل ګاونډيان يا ملګري راغواړئ، د پښتو او پښتنو په هکله څه ناڅه په ګډه شريکوئ
  • خپل دفتر يا کاروبار ځاى کې ميلمستيا کوئ ، د پښتو او پښتنو په هکله څه چې مو خوښه وي يادونه، ستاينه کوئ او يا خپلو کارکوونکيو ته .ډالۍ ورکوئ
  • په کوڅه، کلي، ښار، هېواد او سيمه کې له نورو سره غونډه کوئ، په هرډول چې تاسې اوستاسې ملګري يې غواړئ
  • د www.pashtowraz.com پاڼې سره تاسې خپل پيغام، تصوير، ويډيو او هر هغه څه چې ستاسې خوښه وي شريکوئ، چې خپاره شي.

پښتو ورځ تاريخچه

  • 07/10/2010

    ښاغلي ن.ر. لېوال، په اسانه پښتو کانفرانس کې، د پښتو ورځې وړانديز، ځکه وکړ چې د دوى په وينا د پښتو ژبې ستونزه روحي يا رواني او سياسي ده نه تخنيکي، د نورو مالوماتو لپاره د دوى وړاندې شوې وينا پاورپاينټ وړانديز وګورئ

  • 11/8/2011

    ښاغلي ن. ر. لېوال د پښتو راډيو او ټي وي شبکې، ازمېښتي خپرونې پيل کړې، ورسره يې هوډ کړى چې دغه ورځ به د خپل وړانديز سره سم د پښتو ورځې او پښتو ټلوېزيون کليزې په ډول لمانځي. د نورو مالوماتو لپاره http://www.pashtotv.tv وګورئ.

  • 17/2/2012

    ښاغلي داور لودين، International Pashto Language Day تر سرليک لاندې غوښتنليک خپور کړى په دغه ليک کې يې دجولاى ١٥ ٢٠١٢ د پښتونړيوالې ورځې په توګه غوښتې ځکه چې احمدشاه بابا په ١٥ جولاى ١٧٤٧ کې، د پښتنو خېلونو ترمنځ يووالى راووست او افغانستان يې جوړ کړ. http://www.ipetitions.com/petition/international-pashto-language-day

  • 25/1/2012

    ښاغلى داور لودين او ملګرو يې http://www.pashtolanguageday.com دومين راجستر کړى او ورسره لاندې ښاغليو لاندې ژمنې کړې دي . ښاغلي ناصر عبدياني، د ارمان ټي وي کوربه او د بيي ميوزيک مشر (کلفورنيا، متحده ايالاتو) دا ژمنه کړې چې د پښتو ژبې نړيواله ورځ به پر ١٥ د جولاى، يوه ګړۍ خپرونه او همدارنګه يوه ګړۍ خپرونه د پيام افعان او اريانا ټي وي څخه خپروي. ښاغلي ثمين کاکړ، بنسټ اېښودونکي او مشر د http://www.pashtob.com دا ژمنه کړې چې د پښتو ژبې نړيوالې ورځ په پښتو ويبپاڼه او په ټولنيزو رسنيو خپرولوکې مرسته کوي. ښاغلى عبدالحميد جهاني، د ويښو افغانانو د کلتوري کمېټې مرستيال ( کابل)، به پر فېس بوک د نړيوالې پښتو ژبې ورځ، پښتون يون او ويښ افغان موسسو ته ورپېژندنه کې مرسته وکړي. د مخدره موادوپر ضددمبارزې پخواني وزير ښاغلى حبيب قادري، (کاناډا) کې خپلې اړيکې او اثررسوخ کاروي او د پښتو ژبې نړيواله ورځ پر مخ بيايي. . اغلې اريانا کرزۍ، د پښتنو ښځو موسسې بنسټ اېښودونکې به د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې بشپړملاتړ کوي او پر مخ به يې بيايي. ښاغلى احمدشاه هوتکى، www.afghanpost.com ورځپاڼې مشرمدير، به د پښتو ژبې نړيوالې ورځې ملاتړ اوپه کاناډا کې ديادونې ملګرتيا کوي. . اغلې سعديه خټک (واشنګټن)، د ګلوبل ريکشا راډيو کوربه به د پښتنو مسلکي ځوانانو ټولنې په ملګرتيا د پښتو نړيوالې ورځې ملاتړ کوي او يوه راډيويي خپرونه به ورباندې کوي. د پښتنو يووالي بنسټ، کابل، د پښتو ژبې نړيواله ورځ مني او ډېر ژر به يو خبرليک خپروي. دامريکا دمتحده ايالاتو د شمالي کلفورنيا په ايالت کې مېشت دافغان کلتوري ټولنې مشر ښاغلي ناصر ياسيني، ، د پښتو ژبې له نړيوالې ورځې څخه دخپل ملاتړ ډاډ ورکړى او پر ١٥ د جولاى به غونډه جوړوي. د افغان غږ راډيو، لندن مشر او بنسټ ايښودونکى ، ،ښاغلى زبير غرغښت ، به www.afghanvoice.org.uk ويبپاڼه د پښتو ژبې نړيوالې ورځې پاڼه جوړه کړي. په متحده ايالاتو کې دافغان ټولنې مشرښاغلى حبيب الله وردګ مايار، ، د خپل ادارې په ملاتړ د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې دملاتړ ډاډ ورکوي. د وردګو د يووالي اسلامي ټولنه، کابل، د پښتو ژبې له نړيوالې ورځې څخه د خپل ملاتړ ډاډ ورکوي.

  • 05/03/2012

    ښاغلى ن.ر. لېوال، د پښتو ټلوېزيون ازمېښتي خپرونې راروانې دي، په کابل کې د پښتو ټي وي دفتر ته لېدونکي راځي او پيغامونه پرېږدي چې ژر تر ژره پوره خپرونې پيل کړئ، د پښتو ټي وي سره د بېشانه مينې له مخې په دوبۍ کې ډېر مينه وال دا غوښتنه کوي، چې که پښتو ټلوېزيون پوره خپرونې هم نشي کولاى، خو دا ازميښتي ورڅخه لرې کړئ. يو مينه وال د افغانانو په يوه غونډه کې ښاغلي لېوال ته وايي: پښتو ټي وي مو ډېر خوښ دى، خپرونې يې هم سمې دي، نو د خپلې رښتينې پښتنې مينې څرګندونه په غوسه کې کوي او "وايي :چې دا دازمېښتي ټکى ورڅخه په ټوپک وولئ"

  • 15/04/2012

    د پښتو ورځې لومړۍ غونډه: ښاغلى لېوال، په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو پښتنو مشرانو سره اړيکې نيسي او د پښتو ورځې د لمانځنې او په دغه ورځ د پښتو ټي وي کليزې ټاکلو لپاره دوى ته بلنه ورکوي. په ډېره مينه او لېوالتيا د پښتو ادبي ټولنې مشر ښاغلي ممتاز اورکزى ، د پښتو ادبي ټولنې پخوانى مشر اعجاز خټک راځي او په العين کې د افغانانو ټولنې مشر صمد او ورپسې د عوامي نيشنل ګوندغړى ښاغلى اکبرخان خټک او ملګري يې ګډون وکړ او پر دې يې ژمنه وکړه چې، ښاغلى لېوال به د نارنج ګل مشاعره کې ددغې ورځې په هکله خبرليک خپروي او خبرې به کوي.

  • 16/04/2012

    نارنج ګل مشاعره: دعربي متحده اماراتو په عجمان کې دنارنج ګل مشاعرې غونډې کې د پښتو ټلوېزيون اوراډيو د امتياز څښتن مشر ښاغلي نور رحمان لېوال د غونډې برخوالو ته په خپله وينا کې زيرى ورکړ چې پښتوټلوېزيون به چې دا مهال ازمېښتي خپرونې لري د پښتو په نړيواله ورځ پرانستل کېږي او پړېکړه يې وکړه چې په راتلونکي کې به هرکال همدا ورځ د پښتو د نړيوالې ورځې په توګه يادوي. هغه د مشاعرې له ګډونوالو او پښتنو ليکوالانو څخه وغوښتل چې د پښتو د ورځې نښان يا لوګو په جوړولو او ددې ورځې ديادولو په اړه ورسره مشورې شريکې کړي. هغه وويل: د پښتو د نړيوالې ورځې ياد به له پښتو ټلوېزيون او نورو رسنيو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي. د لېوال په وينا، په دې ورځ به له ټولې نړۍ څخه پښتانه پوهان راغوښتل کېږي چې د پښتو او پښتنو پر نن او سبا هر اړخيزې خبرې اترې وکړي چې پر بنسټ به يې پښتو او پښتنو ته ورپېښو ننګونو ته د پاى ټکى کېږدي. هغه زياته کړه چې دا د سوداګرو لپاره يوه غوره موقع ده چې ترې ګټه واخلي او په لره او بره پښتونخوا کې د پښتو ورځې له لمانځلو سره ملتيا او مګرتيا وکړي او د خپلو سوداګريزو خبرتياوو له لارې د دې ورځې په غوره ډول د لمانځلو لګښتونو ته اوږه ورکړي. د مشاعرې په پاى کې ښاغلي لېوال او يو شمېر نورو پښتنو ته ددوى د غوره هڅو له امله پګړۍ ورپرسر شوې.

  • 19/04/2012

    د پښتو ورځې دويمه غونډه دوبۍ: ښاغلي لېوال کوربه، ، دافغانانو د ټولنې مشر ښاغلى عبدالصمد افغان دطيب افغان زوى ، د پښتو ادبي ټولنې استازى ښاغلى اعجاز خټک او د ختيځو ولايتونو استازى انجينر امين ظريف ، د وروېشل شوېو پاڼو پر بنسټ په دوبۍ کې راوغوښتل، غونډې ته د شمشاد او خيبر استازي هم رابلل شوي و خو ګډون يې ونکړ . پر نېټې، نوم او نښې ټاکلو خبره کېږي د غونډې برخوال، د پښتو ورځې د نېټې ټاکنې لپاره لاندې ټکي د پام وړ بولي. دا بايد رسمي ورځ وي اوداونۍ له ورځو يونۍ، دونۍ، درېنۍ، څلورنۍ، پنځنۍ څخه، ځکه چې په دغه ورځ کارته نه تلل به ددغې ورځې په پېژندلو کې مرسته وکړي. د کومې ديني ورځې سره برابره نشي. د پښتنو په تاريخ کې د کومې بلې ورځې سره برابره نشي. د ډېرو په اند د غويي په مياشت کې ډېر بدلونونه راغلي، که په دې مياشت کې نه وي نو ښه به وي. د کومې نړيوالې ورځې سره برابره نشي د کابل او پښتونخوا موسم په پام کې نيول شوى وي چې په ډېر سوړ يا تود موسم کې نه وي. د کرکيلې وخت نه وي. د دوبۍ درنو پښتنو سوداګرو دا ژمنه وکړه چې دوى دې ته چمتو دي چې پر ٥ ستاره هوټل کې تر دري زره کسانو،له پښتنونخوا او نړۍ څخه راوغواړي، خو د اړوند هوټلو سره مشورې وروسته کېږي لومړى دا مهمه وه چې ورځ او وخت بايد ټاکل شوى واى،دويم دا چې لږ تر لږه ٦ مياشتې مخکې بايد د دغه ډول مېلمستيا رسمي پړاوونه ترسره شي. همدارنګه د ښاغلي داور لودين او ملګرو د هڅو ستاينه وشوه، او د جون د مياشتې ٢١ مه چې دوى ټاکلى هغې کې دوه ستونزوته اشاره وشوه: لومړى دا چې ٢١ د جون د ميوزيک نړيواله ورځ ده دويم دا چې ٢١ د جون، په دوبۍ، پېښور، ننګرهار او کندهار کې خورا ګرمي وي او په راتلونکې کې به د پښتو له ورځې سره ميلې او نندارتونونه تړاوولري ، نو له دوى څخه دا هيله وشوه چې له نورو ملګرو سره يې د مى په مياشت کې لمانځلو ته غاړه کېږدي. همدارنګه دوى راجسټر شوي دومين چې http://www.pashtolanguageday.com د پښتو ژبې ته ځانګړى شوى، دا ويل اړين ګڼو چې پښتو يوازې ژبه نه ده، بلکې دا د ژوند تګلاره او تر ډېره په پښتني سيمو کې د قانون حيثيت لري. نو http://www.pashtowraz.com يا http://www.pashtowraz.org ډېره نږدې او يادول يې اسانه دي. د غوڼدې په پاى کې پردې پرېکړه وشوه چې، ښاغلى لېوال به کابل ته ځي او په کابل کې به د پښتو مينه والو بله غونډه رابولي چې په هغه کې ورځ وټاکل شي او د ټولو په مشوره به دا کار وشي. ښاغلي ن. ر. لېوال دا ژمنه وکړه چې د پښتو ورځ به پرليکه يا (لايو) ښيي او هرځاى کې ورته راغلي د غونډې راپورونه، تصويري او ويډيويي راپورونه به خپروي، چې دغه ٢٤ ساعته خپرونه، د پښتو ټي وي له لارې ښودل کېږي.

  • 7/05/2012

    پښتو ورځ دريمه غونډه کابل: کوربه پښتو ټلوېزيون انګړ

  • 29/05/2013

    پښتو ورځ دريم کال لمانځنه کابل: کوربه پښتو ټلوېزيون انګړ

  • 29/05/2014

    د پښتو ورځ څلورم کال باندې پښتو ټلوېزيون د پښتو ورځې په وياړاوملاتړد پښتو په ورځ خپله کليزه ولمانځله او ټولې خپرونې يې د پښتو ورځې ته ځانګړې کړې وې

  • 29/05/2015

    د پښتو ورځ پنځم کال لمانځنه

  • 29/05/2016

    د پښتو ورځ شپږم کال لمانځنه

  • 29/05/2017

    د پښتو ورځ اووم کال لمانځنه

  • 29/05/2018

    د اتمې پښتو ورځ او د پښتو تلويزيون په اتمې کليزې چې لومړي ځل لپاره د روژې مبارکې مياشتې کې برابره شوې وه، زمونږه مشر لېوال ووېلې: پښتو ېواځې ژبه نه ده بلکې پښتو نرخ، قانون، کلتور او د ژوند تړاو دى چې له اره اسلامي دى نو ځکه پښتوورځ د پښتنو د دين، سياست، سوداګرۍ، ځواک او واک ورځ ده.

  • 29/05/2019

    د پښتو ورځ په نهمې غونډې کې زمونږه مشر لېوال وايي چې ګردو ژبو ته د تناسب لمخې بايد حق ورکړو او په خپلو ليکنو او ويناوو کې د انډول پر ځاى د ژبو تناسب وکاروو. غونډه په کابل کې د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر ښاغلى ابو بکر ځلاند لخوا کوربه شوې وه او پښتو تلويزيون يې د رسنیو همکار وو.

  • 29/05/2020

    زمونږه مشر لېوال د لسمې پښتو ورځ مبارکي پيغام کې ووېلې "د پښتو ورځ بايد د مورنيو ژبو سره چې په ٢٢ د پرورى/فبروري ترسره کېږي مه تړۍ، د پښتو ورځ چې په ٢٩ مۍ يادېږي، دا پښتنواو پښتو سياسي، ټولنيزه، شتمنيزه يا اقتصادي، جوړونو يا صنعتي، ديني او مذهبي ورځ ده چې په دغه ورځ پښتانه پخپل سياست، شتمنيو، جوړونو، کاروبار، دين او مذهب پرمختګ، ستونزې، خنډونه په ګوته کړي او حللارې ولټوي."

  • 29/05/2021

    په ١٤٠٠ کال چې د پښتو ورځ يولسمه لمانځنه وه، زمونږه مشر لېوال ووېلې "تلپاتې سولې لپاره پښتانه تربل هروخت ډېر يو بل سره همغږۍ، همکارۍ، کاروبار او شراکت کولو ته اړتيا لري، ځکه د ١٤٠٠ز کال پښتو ورځ سکالو(موضوع) د پښتنو ترمنځ کاروبار او همغږۍ رامنځته کولو ته ځانګړې شوې. ډېره اړينه ګڼم چې ووايم له بدمرغه د هېواد سياسي حالات په چټکۍ سره د روسي يرغلګرو له تېښتې وروسته ناوړه حالت په لور روان دي."

  • 29/05/2022

    د دولسمې پښتو ورځ سکالو وه "تر پښتون دښمنۍ بل سترخيانت له افغانستان سره نشته"

  • 29/05/2023

    د پښتو ورځ په ديارلسمې لمانځانه کې زمونږه مشر لېوال ووېلې:سږ کال د پښتنو پر سيمه له بېوزلۍ، وچکالۍ او جګړو څخه وروسته هېواد کې ستره ستونزه چې په لوى لاس د ديني ارزښتونو پرنوم رامنځته شوي له شپږم ټولګي پورته پر پرښځينه زدکړو بنديز دى او نورو هېوادو کې د پښتو اړ کېدل دي چې په پرديو ژبو لومړنۍ زدکړې وکړي. نوځکه د سږ کال پښتو ورځ "ښځينه پښتنو لپاره بديلو زدکړو برابرولو" ته ځانګړې شوې. 

  • 29/05/2024

    د پښتو ورځ څلورلسم کال لمانځنه

  • 29/05/2025

    د پښتو ورځ پنځلسم کال لمانځنه

  • 29/05/2026

    رارونه پښتو ورځ!

د پښتو ورځ وېبپاڼه جوړونه، لېوال پانګې بسپنه ده
- powered by - Liwal Mahasib