پښتو ورځ په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول ترسره کول غواړي، د دوى خپله خوښه ده، د بيلګې په ډول په لاندې ډولونو لمانځل کيداى شي، خو ډېره اړينه ده چې تاسې، ددغه ورځ د ټولو نورو سره يوځاى ترسره کړئ.
تر ټولو غوره به دا وي چې پر دغه ورځ تاسې نورو ته د پښتو ورځې خبرتيا ورکړئ
تاسې د خپلې کورنۍ سره راټولېږئ او د پښتو د ورځې يادونه، د سباناري، غرمې ډوډۍ، ماښام ډوډۍ يا څه خاص پخلى ورته کوئ، او پر دغه ناسته کې د پښتو او پښتنو په هکله په هره برخه کې چې وي، تر منځ خبرې اترې وکړئ.
په خپل کور کې مېلمستيا جوړوئ او خپل ګاونډيان يا ملګري راغواړئ، د پښتو او پښتنو په هلکه څه ناڅه په ګډه شريکوئ.
په خپل دفتر يا کاروبار ځاى کې مېلمستيا کوئ ، د پښتو او پښتنو په هکله څه ناڅه چې مو خوښه وي يادونه، ستاينه او يا خپلو کارکونکو ته ډالۍ ورکوئ.
په کوڅه، کلې، ښار، هېواد او سيمه کې د نورو سره غونډه کوئ، چې هرډول تاسې او ملګري مو غواړي، ترسره کوئ.
د www.pashtowarz.com پاڼې سره تاسې خپل پيغام، تصوير، ويډيو او هر هغه څه چې ستاسې خوښه وي شريکوئ، چې خپاره شي.
که تاسې څه غونډه جوړول او دلته لست کول غواړئ، نو ړmalomat@pashtotv.tv ته وليکئ، د پښتو ورځ پاڼه کې به يوازې د هغو خلکو يادونه او لست کېږي چې د پښتو ورځې سره تړاو ولري