د غبرګولې ٩، ١٣٩١ لمريز کال د پښتو ورځ په وياړ د عربۍ امارات کې يوه ډېره زړه راښکونکې ياد غونډه ترسره شوه، ياده غونډه د سيمې د پتمنو پښتنو لخوا په ډېره مينه رامنځته شوې چې د پښتو ورځ په تړاوپښتنو ملګرو ګډونوالو په زړه پورې ويناوې يو بل سره شريکې کړې چې له امله يې برخوال خوښ او ډاډمن ښکارېدل او پرېکړه يي وکړه چې پښتو ورځ به هر کال په همدغې شپې ورځو کې لمانځو